کاو کيم هورن د اسيان د سرمنشي په توګه دنده پېل کړه
CMG2023/01/11 15:33:01
شريکول:

د اسيان يا جنوب ختيځې اسيا هېوادونو ټولنې دارالانشاء د جنورۍ په ۱۰مې نېټې اعلان کړی، چې کاو کيم هورن د روانې مياشتې په ۹مې نېټې په رسمي توګه د دغې ټولنې د سرمنشي دنده پر غاړه اخيستې او د ماموريت موده به يې له ۲۰۲۳م کال څخه تر ۲۰۲۷م کال پورې وي.

د چين بهرنيو چارو وزير چين ګانګ د جنورۍ په ۹مې نېټې کاو کيم هورن ته د مبارکۍ پيغام ليږلی دی.

نوموړي په پيغام کې ويلي، هغه دې ته سترګې په لار دی، چې له ښاغلي کاو کيم هورن سره ښې کاري اړيکې ټينګې کړي او د چين او اسيان ترمنځ د هراړخيزو ستراتيژيکو اړيکو د پياوړتيا، د دواړو خواوو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ او د سيمه ييزې سولې، ثبات او سمسورتيا لپاره ورسره ګډې هڅې وکړي.