د چين د غلو دانو او خوراکي توکو د زيرمې ملي ادارې اټکل کړی، چې ښايي د هېواد د بېلا بېلو سيمو اړوندو تصديو په ۲۰۲۲م کال کې له چيني بزګرانو ۴۰۰ ميليونه ټنه غلې دانې پېرلې وي، چې دغه رقم د وروستیو کالونو له منځنۍ کچې سره سمون لري.
د يادې ملي ادارې مشر څونګ ليانګ د جنورۍ په ۱۱مې نېټې د غلو دانو او خوراکي توکو د زېرمې په کاري غونډې کې ويلي، چې د چين د غلو دانو او خوراکي توکو د زېرمې ملي سيسټم په تېر ۲۰۲۲م کال د خوراکي موادو د خونديتوب سياسي مسووليت ترسره کړی او په نړۍ کې د خوراکي توکو د بيو د لويو بدلونونو په حال کې يې کورنی بازار ثابت ساتلی دی.
نوموړي زياته کړې، چې په ۲۰۲۲م کال کې د چين د غلو دانو د زېرمې وړتيا نوره هم لوړه شوې، د ناورينونو پر وړاندې د بیړنیو خوراکي موادو مرستو تضمين يې لا ځواکمن شوی او د خوراکي توکو د تضمين په اړوندو مهمو کارونو کې يې نوې لاسته راوړنې درلودې، چې د اقتصادي پرمختګ او ټولنيز ثبات د ساتنې په برخه کې يې مثبت رول لوبولی دی. (ژباړه: شکريه)