د امریکا هوايي چلند اداره: په ترافیکي سیسټم کې رامنځته شوې ستونزه يې هواره کړې
CMG2023/01/12 11:22:51
شريکول:

د امریکا هوايي چلند ادارې د جنورۍ په ۱۱مې نېټې پر ټولنیزو رسنیو تازه خبر ورکړی، چې د پروازونو ځنډونه يې لغوه کړې او په بېلا بېلو سیمو کې يې هوايي ترافیک ګام په ګام عادي شوي دي.

يادې ادارې ويلي، چې د هوايي ترافیک په سیسټم کې د رامنځته شوې ستونزې د لامل پلټنه يې دوام لري.

د امریکې هوايي چلند ادارې په همدې ورځ خبر ورکړی و، چې د هوايي چارو خبرداري سیسټم کې يې ستونزه رامنځته شوې او د همدې ورځې د سهار تر ۹ بجو پورې يې د هېواد دننه ټول پروازونه ځنډولې دي.

د سپينې ماڼۍ مطبوعاتي سیکریټرې کارینی جین پیري په یوې اعلامیې کې ويلي، چې ولسمشر جوبايډن د دغې پېښې په اړه معلومات تر لاسه کړي او تر اوسه داسې شواهد نشته، چې وښيي ياده ستونزه د سایبري بريدونو له امله رامنځته شوې ده.

(هیله)