د امريکا کانګرېس د چين لپاره ځانګړې کمېټه جوړوي
CMG2023/01/12 11:58:35
شريکول:

د امريکا کانګرېس ويلي، چې د چين د ننګونو پر وړاندې د مقابلې لپاره به تش په نوم ځانګړې کمېټه جوړه کړي. 

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د جنورۍ په يوولسمې نېټې د امريکې د کانګرېس د يادې پرېکړې په اړه وويل، هېواد يې هيله لري، چې امريکايي سياستوال د چين او امريکا تر منځ اړيکو ته په معقول نظر وګوري او خپلې ګټې او هم د چين او امريکا ګډې ګټې وساتي او د دواړو خواوو تر منځ متقابل احترام، سوله يیز تګ راتګ، همکاريو او ګډو ګټو ته وده ورکړي. (ژباړه: شکريه)