بريتانيا او جاپان د دفاعي چارو تړون لاسليک کوي
CMG2023/01/12 12:27:17
شريکول:

راپورونه وايي، چې بريتانيا او جاپان به د جنورۍ په ۱۱مې نېټې د دفاعي چارو تړون لاسليک کړي او دغه چاره به بريتانيا ته لاره هواره کړي، چې په جاپان کې خپل ځواکونه ځای پر ځای کړي.

بريتانيې او جاپان دغه تړون د چين لخوا د تش په نوم راپورته شويو ننګونو د له منځه وړلو لپاره ګټور بللی دی.
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين په همدې ورځ په يوې نوبتي خبري ناستې کې د بريتانیې او جاپان د ياد تړون په غبرګون کې ويلي، چې اسيا او ارام سمندر سيمه د جغرافیايي سياليو خای نه، بلکې د سولې او پرمختګ سيمه ده او چين د بېلا بېلو هېوادونو لپاره ننګونکی نه، بلکې همکار دی.

وانګ ون بين ويلي، چې په دفاعي چارو کې د ځينو هېوادونو همکارۍ باید د ټولو هېوادونو د متقابل تفاهم، باور او همکاريو د پرمخبيولو لپاره ګټورې تمامې شي او کوم هېوادونه باید په اسيا او ارام سمندر سیمه کې خيالي دښمنان او مقاومتي فکرونه جوړ نه کړي.