د چين د بهرنيو چارو وزارت په کابل کې د پروني ځانمرګي بريد سخته غنده وکړه
CMG2023/01/12 18:19:26
شريکول:

د جنورۍ په ۱۱مه نېټه د افغانستان په پلازمېنه کابل کې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ودانۍ ته نژدې يو ځانمرګی بريد شوی، چې له امله یې لږ تر لږه ۵ کسان وژل شوي او ۴۰ تنه نور ټپيان دي.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د جنورۍ په ۱۲مه نېټه د دغه وزارت په نوبتي خبري ناسته کې وويل، چين له ټولو ترهګریزو کړنو او زور زیاتیو سره ټينګ مخالفت کوي.

نوموړي د دغه بريد سخته غندنه وکړه او د دې پېښې د قربانیانو له خپلوانو او ټپيانو سره يې ژوره خواخوږي څرګنده کړه.