د چين د بهرنيو چارو وزارت: چين په ډيپلوماتيکو چارو کې له افريقا سره اړيکو ته مخکښ ځای ورکوي
CMG2023/01/12 18:23:07
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزير چين ګانګ د جنورۍ په ۱۱مه نېټه د افريقايي ټولنې په مقر کې د دغې ټولنې د کمېټې له رئيس موسا فاکي سره د چين او افريقايي ټولنې اتم ستراتيژيک ډيالوګ تر سره کړ او په ګډه يې په افريقا کې د ناروغيو د کنټرول مرکز ودانۍ د جوړېدو په مراسمو کې ګډون او له خبريالانو سره يې مرکه وکړه.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د جنورۍ په ۱۲مه نېټه د دغه وزارت په نوبتي خبري ناسته کې خبريالانو ته د ياد فعاليت په اړه معلومات ورکړل او وويل، وزير چين ګانګ ويلي، چې چين تل په ډيپلوماتيکو چارو کې له افريقا سره اړيکو ته مخکښ ځای ورکوي او دغه هېواد د دواړو خواوو ترمنځ د دوستۍ ساتنه او ژورتيا خپل ډيپلوماتيک دود بللی دی.

وانګ ون بين وويل، چې په افريقا کې د ناروغيو د کنټرول مرکز د ودانۍ پروژه د شي جين پينګ له خوا په ۲۰۱۸م کال کې د چين او افريقا همکاريز فورم د بېجينګ په سرمشريزه غونډه کې اعلان شوې او د چين او افريقا ترمنځ د همکاريو يوه نمونوي او مهمه پروژه بلل کيږي.