په کابل کې ځانمرګي بريد ۵ تنه وژلي
CMG2023/01/12 14:36:04
شريکول:

د افغانستان د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت ته نژدې د جنورۍ په ۱۱مې نېټې يو ځانمرګی بريد شوی، چې له امله یې ۵ کسان وژل شوي او څو نور ټپيان دي.

تر اوسه کومې ډلې د دغه بريد پړه پر غاړه نده اخيستې.

 له تېرو دوو مياشتو راهيسې د افغانستان په مختلفو ځايونو کې څو بريدونه يا چاودنې شوي دي. داعش افراطي ډلې  منلي چې د جوماتونو، ښوونځيو او موټرونو په موخه څو بریدونه کړي دي.