د چین او انګولا مشرانو د دواړو هېوادونو د رسمي اړيکو د ټينګېدو د ۴۰مې کليزې په پار يو بل ته د مبارکۍ پيغامونه وليږل
CMG2023/01/12 15:59:55
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ او د انګولا ولسمشر جواو مانويل ګونسالویس لورينسو د جنورۍ په ۱۲مې نېټې یو بل ته د دواړو هېوادونو د رسمي اړيکو د ټينګېدو د ۴۰مې کليزې په پار يو بل ته د مبارکۍ پيغامونه ليږلي دي.

شي‌ جين پينګ په خپل پيغام کې ويلي، چې چين او انګولا له تېرو ۴۰ کالونو راهيسې  يو له بل سره ښه چلند او ګډ پرمختګ کړی او د کليدي ګټو په اړوندو مسئلو کې يې يو له بل څخه ملاتړ کړی دی.

نوموړي په پيغام کې ويلي، چې هغه د چين او انګولا د اړيکو پرمختګ ته په درنه سترګه ګوري او له ولسمشر لورينسو سره به په ګډه هڅه وکړي، چې د دواړو هېوادونو متقابل سياسي اعتماد او همکارۍ نورې هم ژورې او د خلکو ترمنځ يې دوستي ټينګه کړي او د چين او انګولا د همکاريزو اړيکو د پرمختګ نوې پاڼه پرانيزي.

جواو مانويل ګونسالویس لورينسو په خپل پيغام کې ويلي، چې د انګولا او چين اړيکو د تېرو ۴۰ کالونو په درشل کې دوامدار پرمختګ کړی او په بېلا بېلو برخو کې همکارۍ او مهمې لاسته راوړنې لري.

نوموړي ويلي، چې انګولا او چين په ‌زياتو نړيوالو مسئلو کې ورته نظرونه لري او هېواد يې غواړي، چې له چين سره دوستانه همکاريزې اړيکې نورې هم ټينګې او ګډ راتلونکی جوړ کړي،‌ د دواړو هېوادونو د ګډ پرمختګ او سمسورتيا لپاره هڅې وکړي او خلکو ته يې ګټې ورسوي.