د بو او اسیایي فورم کلنۍ غونډه به په راتلونکي مارچ کې تر سره شي
CMG2023/01/12 11:27:30
شريکول:

د بو او اسیايي فورم سرمنشي لي باو دونګ د جنورۍ په ۱۱مې نېټې په یوې خبري ناستې کې ویلي، چې د دې فورم د ۲۰۲۳م کال غونډه به د راتلونکي مارچ په پای کې د های نان ولایت په بو او ښار کې په حضوري ډول ترسره شي.

نوموړي ويلي، چې بو او اسیايي فورم به د چین په شمول د بېلا بېلو هېوادونو مشرانو، حکومتي چارواکو، د نړیوالو سازمانونو مسئولينو، د تصدیو استازو، کارپوهانو او د رسنیو استازو ته بلنې ورکړي، چې په يادې کلنۍ غونډې کې تر کرونا وبا وروسته د اسیا او ګردې نړۍ پر پرمختګ بحثونه وکړي.

لي باو دونګ ويلي، چې د بو او اسیايي فورم سږنۍ غونډه به د اسیا او نړۍ د پرمختګ مهمو مسئلو ته جدي پاملرنه وکړي، تر کرونا وبا وروسته، د نړیوال اقتصاد د هڅونې په اړه د بېلا بېلو هېوادونو ګډې نظریې به راغونډې کړي او د نړیوالې ټولنې همغږي، یووالی او ګډ پرمختګ به وهڅوي.

(هیله)