د روسيې دفاع وزير سيرګي شويګو د جنورۍ په ١١مې نېټې ويلي، چې د پوځ لوی درستيز واليري ګيراسيموف يې په اوکراين کې د ځانګړو پوځي عملياتو د عمومي قوماندان په توګه ټاکلی دی.
د روسیې دفاع وزارت په اوکراين کې د خپلو ځانګړو پوځي عملیاتو د عمومي قوماندان کچې لوړول د اړوندو ستونزو د حل، د ټولو ځواکونو ترمنځ د همکارۍ، د لوژستيکي تضمين د پياوړتيا او د ځواکونو د اداري وړتياوو د لوړولو په ګټه بللي دي.