د چين د کمونېست ګوند د ډيسپلين د څار ۲۰مې مرکزي کمېټې د دغه ګوند د ډيسپلين په اړه کارونه ترتيب کړل
CMG2023/01/12 09:16:04
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د ډيسپلين د څار ۲۰مې مرکزي کمېټې د دوهمې غونډې اعلاميه خپره شوه

د چين د کمونېست ګوند د ډيسپلين د څار ۲۰مې مرکزي کمېټې دوهمه غونډه د جنورۍ له ۹مې تر ۱۰مې نېټې پورې په بېجينګ کې تر سره شوه او پکې په هره برخه کې د دغه ګوند د جدي ادارې د پياوړتيا په اړه کارونه ترتيب شول. دغې غونډې پر دې ټينګار وکړ، چې د ګوند د سپېڅلتوب او له فساد سره د مبارزې چارې دې پياوړې شي، په نوې زمانه او نوي مزل کې د ډسپلين د څار کارونو ته دې په لوړ کيفيت وده ورکړل شي او د عصري سوسياليستيک هېواد د هراړخيزې ابادۍ لپاره دې ټينګ تضمين برابر شي.  

د چين د کمونېست ګوند د ډيسپلين د څار کمېټه د دغه ګوند د مرکزي کمېټې د څار ارګان دی او عمده دندې يې د ګوند د منشور او نورو داخلي مقرراتو ساتنه، د ګوند د مسير، تګلارو او پرېکړه ليکونو د تطبيق څارنه او د ګوند د سبک او له فساد سره د مبارزې په کارونو کې د ګوند له مرکزي کمېټې سره مرسته کول دي.

د چين د کمونېست ګوند د ډيسپلين د څار ۲۰مې مرکزي کمېټې په دغه غونډه کې د ډسپلين د څار په اړه د اتو برخو کارونه ترتيب کړل او پر دې يې ټينګار وکړ، چې د فساد پر وړاندې د مبارزې لپاره دې نړيوالې همکارۍ پياوړې کړي، د هغو مفسدینو د نيولو عملياتو ته به دوام ورکړي، چې بهر ته تښتېدلي او د دغو وګړو د تښتېدنې د مخنيوي او د اختلاس شویو پيسو د نيولو بشپړ ميکانيزم دې جوړ کړي.