د نړيوال اقتصاد فورم راپور: د ژوند د لګښت لوړوالی د نړۍ پر وړاندې تر ټولو جدي لنډمهال خطر دی
CMG2023/01/12 11:55:36
شريکول:

د نړيوال اقتصاد فورم، چې مقر یې د سویس په جینوا کې دی، د جنورۍ په ۱۱مې نېټې (( په ۲۰۲۳م کال کې نړيوال خطرونه )) راپور خپور کړی دی.

ياد راپور د ژوند د لګښت لوړوالی تر ټولو سخت لنډمهاله خطر او له اقلیمي بدلون سره غير اغېزمنه مقابله بیا د نړۍ تر ټولو جدي اوږدمهاله خطر ياد کړی دی.

په دغه راپور کې د نړیوالو خطرونو د متخصصینو، پالیسيو جوړونکو او صنعتي مشرانو په ګډون څه باندې ۱۲۰۰ شخصيتونه پوښتل شوي او د دوی نظرونه پکې وړاندې شوي دي او د نړۍ پر وړاندې لس لنډ مهاله او اوږد مهاله خطرونه يې ياد کړي دي.

د راپور په لسو خطرونو کې د ژوند د لګښت زياتوالی، طبیعي ناورينونه او سختې اقليمي پېښې او جیو اقتصادي شخړې د نړۍ تر نورو جدي لنډمهاله خطرونه ياد شوي او د اقلیمي بدلون د سرعت په ټيټولو کې ناکامي، طبيعي ناورينونه او سختې اقليمي پېښې د نړۍ تر نورو جدي اوږدمهاله  خطرونه بلل شوي دي.

 (ژباړه: شکريه)