څو هېوادونو په دې وروستيو کې د چيني سيلانيانو د هرکلي لپاره تدبيرونه نيولي دي. د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د جنورۍ په ۱۱مې نېټې په يوې نوبتي خبري ناستې کې ويلي، چې دوستانه رويه د چيني سيلانيانو له خوا د بهرنيو سفرونو د موخې انتخابولو مهم عامل دی.
نوموړي ويلي، چې چين به خپلو خلکو ته د سفر اسانتياوې برابرې کړي او د الوتکو مستقيم پروازونه به زيات کړي.
وانګ ون بين زياته کړې، د چين حکومت به د کرونا وبا د خپرېدو له حالاتو سره سم په پر له پسې توګه اړوند تدبيرونه تنظيم کړي او له اړوندو هېوادونو سره به د خلکو د تګ راتګ د تضمين لپاره هڅې وکړي او د کرونا وبا پر وړاندې د نړيوالې مبارزې او د نړيوال اقتصاد د بيا سمسورتيا لپاره به مهم خدمتونه وکړي.