ايران چيني ژبې ته د منځنيو ښوونځیو په نصاب کې ځای ورکوي
CMG2023/01/12 11:25:01
شريکول:

د ایران د ملي روزنې لوړ پوړې ادارې د جنورۍ په ۱۱مې نېټې خبر ورکړی، چې په ۲۰۲۴م کال کې به د هېواد د منځنيو ښوونځيو په نصاب کې چيني او روسي ژبې شاملې کړي.

یادې ادارې ويلي، چې ایران به په ۲۰۲۴م کال کې د منځنيو ښوونځيو په نصاب کې شپږ ژبې (چیني، روسي، فرانسوي، انګلیسي، عربي او الماني) شاملې کړي او اوسمهال یې د دغو ژبو پر تدریسي پلان کار روان کړی دی.

د ایران د منځنيو ښوونځینو په اوسني نصاب کې يوازې انګلیسي او فرانسوي شاملې دي.

 (هیله)