د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس ملي کمېسيون د ټولنې او قانوني ادارې کمېټې زياتې نظريې منل شوې
CMG2023/01/12 14:50:11
شريکول:

د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کمېسيون د ټولنې او قانوني ادارې کمېټې د جنورۍ په ۱۱مه نېټه يوه خبري ناسته جوړه کړه او د دغې کمېټې څو غړو د تقنيني چارو د سلامشورو، د لوړ عمر لرونکو کسانو د ژوند لپاره د خدمتونو ښه والي، د کارګرو د حقونو او ګټو د ساتنې په شمول د کارونو د حالت په هکله خبریالانو ته معلومات ته ورکړي دي. د يادې کمېټې مرستيالې لو جونګ مې وويل، چې دغې کمېټې له پنځو کلونو څخه راپدې خوا په هراړخيزه توګه د قانوني ادارې، د خلکو ژوند ضمانت او د ټولنيزې ادارې په شمول مهمو موضوعاتو ته پاملرنه کړې او په دې هکله يې ژورې سلامشورې او د نظريو تبادله کړې ده. د دغې کمېټې اړوندې نظريې په ۴۵ قوانينو او سندونو کې شامل شوې دي.

مېرمن لو جونګ مې دا معلومات ورکړل، چې له پنځو کلونو راهيسې دغې کمېټې په سياسي چارو کې په رغنده توګه د وړانديزونو کولو او د ګډو نظريو راغونډولو په دواړو چارو کې خپلې دندې عملي کړې دي. هغې وويل، د تقنيني چارو کې مو هڅې کړې، چې بېلابېلې خواوې د قانون جوړولو په بهير کې خپلې نظريې څرګندولی شي او د لوړې کچې لخوا اورېدلی شي، د دې هدف لپاره مو د قانون جوړولو لپاره د سلامشورو ډګر جوړ کړی او موږ هر کال د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس په اړه د مهمو موضوعاتو په پار د سلامشورو فعاليت تر سره کوو. د خلکو ژوند په برخه کې مو د خلکو د غوښتنو له مخې د سلامشورو ډګرونه جوړ کړي، چې د زړو کسانو د اوږدې مودې د پالنې بيمې او د پوستي لېږدوونکو د کاري بيمو د ضمانت په اړه د يو لړ تګلارو د صادرلو هڅونه وشي. د ټولنيزې ادارې په ساحه کې مو له بېلا بېلو ټولنو څخه مسلکي استازي ټاکلي، چې د اړوندو وزارتونو او کمېټو له چارواکو سره مستقيم تماسونه ساتلی شي.

د شمېرنو له مخې، په چين کې د څوارلسم پنځه کلن پلان په موده کې به د ۶۰ کلنو او د هغه څخه پورته عمر لرونکو کسانو شمېر له ۳۰۰ ميليونو څخه اوښتی وي او له دې څخه ښکارېږي، چې په چين کې به د عمر لرونکو کسانو د زياتېدو منځني پړاو ته ورسېږي. په دې حال کې حکومت د عمر لرونکو کسانو د ژوند د خونديتوب او د اړوندو تاسيساتو د تعديلولو چارو ته ډېره پاملرنه کوي. د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس ملي کمېسيون د ټولنې او قانوني ادارې کمېټې د زړو کسانو د ژوند لپاره د اړوندو تاسيساتو د ښه والي لپاره د ډيپلوماتيک څار چارو ته په درنه سترګه ګوري. د دغې کمېټې مرستيال وانګ عه چنګ وويل، چې د دغې کمېټې غړو له دوو کلونو راهيسې د څېړنې او له خلکو سره د کتنې وروسته د ډيپلوماتيک څار راپور وړاندې کړی او د عمر لرونکو خلکو د ښې پالنې لپاره یې ګډې نظريې او وړانديزونه جوړ کړي، چې د اړوندو څانګو لوړې پاملرنې يې راخپلې کړې دي.

ښاغلي وانګ عه چنګ وويل، چې د بازار د څار ملي ادارې په لارښوونه د عمر لرونکو کسانو لپاره د اړوندو تاسيساتو او د ژوند د اسانتياوو برابرولو په اړه د معياري کېدو کاري ګروپ جوړ شوی او د همغږۍ او سمبالتیا چارې پياوړې شوې دي. د کورونو د ابادۍ څانګې غوښتنې کړې، چې په بېلابېلو ځايونو کې د نويو استوګنيزو سيمو د جوړولو په وخت کې دې زړو خلکو ته د خدمت کولو لپاره ځانګړي تاسيسات جوړ کړي.