تېر کال د چین د پانډاګانو ساتنې او څېړنې په مرکز کې پاڼداګانو ۱۳ بچيان زيږولي
CRI2023/01/12 16:45:19
شريکول:

 د چین د پانډاګانو ساتنې او څېړنې مرکز ويلي، چې پانډاګانو يې په ۲۰۲۲م کال کې ټولټال ۱۳ بچيان زيږولي، چې په دې سره په دغه مرکز کې د پانډاګانو شمېر ۳۶۴ ته رسیدلی دی.

ياد مرکز د پنډاګانو نوزيږي بچيان صحتمند بللي او ويلي یې دي، چې د پانډاګانو په شمېر کې يې کال په کال زياتوالی راځي.
 د چین د پانډاګانو ساتنې او څېړنې مرکز د دغه هېواد په سه چوان ولایت کې دی، چې د پانډاګانو د علمي څېړنې او د طبيعت ساتنې چارې پکې ترسره کيږي.