۲۰۲۲م کال کې د چين د مصرفوونکو بيو شاخص ۲ سلنه زياتوالی موندلی
CMG2023/01/13 11:05:19
شريکول:

د چين د شمېرنې ملي ادارې د جنورۍ په ۱۲مې نېټې د ۲۰۲۲م کال په ډسمبر کې د مصرفوونکو بیو او د توليدوونکو بيو شاخصونه خپاره کړي، چې له مخې يې په تېر کال کې په دغه هېواد کې د توکو بیې سالمې ښودل شوې دي.

د راپور له مخې، د ۲۰۲۲م کال په هرې مياشتې کې، د چين د مصرفوونکو بیو شاخص د زياتوالي کچه له ۳ سلنې څخه ښکته روانه وه او کلنی زیاتوالی يې ۲ سلنې ته رسيده، چې د امريکا، يورو کارونکې سيمې او بريتانيا په ګډون د پرمختللو اقتصادونو په پرتله د پام وړ ټيټه ده او هم د هند، برازيل او جنوبي افريقا په شمول د نويو اقتصادونو په نسبت ټيټوالی ښيي. (ژباړه: شکريه)