تېر کال د توکو په بهرنۍ سوداګرۍ کې د چیني يوانو د تادیې اندازه ٪۳۷.۳ پورته شوې
CMG2023/01/13 11:19:49
شريکول:

د چین د سوداګرۍ وزارت وياندې شو يو تينګ د جنورۍ په ۱۲مې نېټې رسنيو ته ویلي، چې په ۲۰۲۲م کال کې د چين د توکو په بهرنۍ سوداګرۍ کې په چیني يوانو(CNY) د نړېوالې تاديې اندازه ۷۹۲۰ ميليارډو يوانو ته رسيدلې، چې دا د ۲۰۲۱م کال په پرتله ٪۳۷.۳ زياتوالی ښيي.

نوموړې ويلي، چې په تېر کال کې په چين کې مستقيمې پانګونې کې د چيني يوانو د نړېوالې تاديې اندازه ۶۷۶۰ ميليارډو يوانو ته رسېدلې، چې دا بیا د وړم کال په پرتله ٪۱۶.۶ زياتوالی ښیي.

نوموړې ويلي، چې د چین سوداګرۍ وزارت او ولسي بانک په دې وروستیو کې «د چيني يوانو د زيات کارولو په موخه د سواداګريزو تصديو هڅونه او د بهرنۍ سوداګرۍ او پانګونې اسانه کېدل » په نوم ګډه خبرتيا خپره کړې ده.

 په دغه خبرتيا کې د بهرنۍ سوداګرۍ له تصديو ملاتړ شوی، چې په نړیوال بازار کې د چيني يوانو کارولو ته پراختیا ورکړي، څو د حسابونو، پانګونې او د پانګو راجلبولو او د خطر کنټرول په برخو کې د يادو  تصديو بازاري اړتیاوې پوره شي.