د شهزاده هاري څرګندونو د افغانانو غوسه را پارولې
CMG2023/01/13 11:23:37
شريکول:

د بريتانيې شهزاده هاري د خپل ژوند لیک (Spare) کتاب د روانې جنورۍ په ۱۰مې نېټې بازار ته وړاندې کړی او په يوه ورځ ۴۰۰ زره جلده پلورل شوی دی.

هاري په دغه کتاب کې ويلي، چې هغه په افغانستان کې د پوځي دندې پر مهال ۲۵ تنه افغانان وژلي دي او د يادو ۲۵ کسانو وژنه يې د شطرنج لوبې له تختې څخه د دانو لرې کولو په څېر بللې ده.

د شهزاده هاري دغو څرګندونو د افغانانو غوسه راپارولې ده.

په هلمند کې ګڼو خلکو د يوه لاريون په ترڅ کې د نوموړي يادې څرګندونې غندلي او پر نړيوالې ټولنې يې غږ کړی، چې شهزاده هاري نړيوالې محکمې ته وړاندې کړي. د افغانستان د لنډمهالي حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند قهار بلخي عبدالله برقي د شهزاده هاري د يادو څرګندونو په غبرګون کې ويلي، چې د امريکې او ناټو ځواکونو په افغانستان کې ډېر بېګناه افغانان وژلي او د شهزاده هاري څرګندونې يې د دوی د کړنو او غميزو يوه کوچنۍ نمونه بللې ده.

نوموړي پر افغانستان د لوېديځو هېوادونو تېری د انسانانو په تاريخ کې یوه دردمنه غميزه ياده کړې ده.

په حقیقت کې په افغانستان کې د امريکې، بريتانيې او په ټوله کې د ناټو ځواکونو مېشتېدو افغانانو ته سخت زيانونه اړولي او د دوی کړنې د سختې غندنې وړ دي.

بي بي سي د تېر کال په جولای کې په افغانستان کې د میشتو بریتانوي ځواکونو یو لړ وحشي کړنې په ډاګه کړې او په راپور کې يې ويلي، چې د بريتانيې هوايي ځواکونو په افغانستان کې څو څو ځلې اورپکې او بيګناه ملکي وګړي بې له محکمې وژلي دي او ډېرو سرتيرو يې د جنګ پر مهال د خلکو په وژنې کې سیالۍ کړې دي.

 امریکې په افغانستان کې له ۲۰۰۱م کال څخه تر ۲۰۲۱م کال پورې د جنګ ډګر ګرم ساتلی و او په بهیر کې يې ۱۷۴ زره افغانان وژلي، چې په دې شمېر کې شاوخوا ۳۰ زره کسان بېګناه ملکي وګړي ياد شوي دي.

  نیویارک ټایمز د ۲۰۲۱م کال په ډسمبر کې د خبریال عظمت خان ازمټ خان څېړنيز راپور خپور کړ، چې له مخې يې د امريکايي ځواکونو له لوري د وژل شويو افغان ملکي وګړیو حالت په ډاګه شوی.

د امريکې هوايي ځواکونو له افغانستان څخه د وتلو په بهیر کې د ۲۰۲۱م کال د اګست په ۲۹مې نېټې په کابل کې پر یوه کور بمبار وکړ، چې له امله يې ۱۰ کسان ووژل شول، خو د امريکايي ځواکونو عمومي قومندان دا مالومات له رسنيو پټ وساتل، خو وروسته څرګنده شوه، چې په دغه بريد کې يې ملکي وګړي وژلي دي.

د افسوس خبره دا ده، چې د امريکې او بريتانيې په ګډون لوېديځ هيوادونه د دغو بريدونو په اړه چوپه خوله دي او تر اوسه یې له افغانانو بښنه هم نه ده غوښتې او نه يې هم خپلو ګنهګارو سرتيرو ته سزاوې ورکړې دي.

 شهزاده هاري څه موده مخکې، له بریتانیې څخه امریکې ته کډه شو او هلته یې اوس د خپل ژوند لیک کتاب خپور کړی او د افغانانو له درد څخه يې ګټه پورته کړې ده.

د امریکې ولسمشر جوبایډن د تېر کال په نومبر کې په ساندياګو کې وینا وکړه او په خپلو خبرو کې يې افغانستان له خدای هېر شوی هېواد وباله.

حقیقت دا دی، چې امریکا او بریتانیا باید د افغانانو د دردونو او غمونو پړه پر غاړه واخلي، خو برعکس د افغانانو پر دردونو او غمونو يې سترګې پټې کړې دي. واشنګټن افغانستان د مرکزي بانک ۷ میلیارډه ډالره پانګې کنګل کړي او له دې امله د افغانانو ژوند  نور هم ستونزمن شوی دی.

د شهزاده هاري او د امریکې ولسمشر جوبایډن له نا مسئولانه څرګندونو ښکاري، چې د امریکې او بریتانیې په شمول لوېديځو هېوادونو د بشري حقونو رياکارانه ماسکونه اچولي دي.