امریکا باید له مارشل ټاپوګانو جمهوریت څخه بښنه وغواړي
CMG2023/01/13 11:40:47
شريکول:

واشنګټن په دې وروستیو کې خپله پاملرنه د ارام سمندر ټاپوګانو ته اړولې، خو تر اوسه يې د ښو کړنو عملي ګامونه نه دي پورته کړي.

د نړۍ څه باندې سلو سازمانونو له امریکې څخه غوښتي، چې په مارشل ټاپوګانو جمهوریت کې د تېرې پېړۍ د اټومي ازموینو په اړه بښنه وغواړي او دغه هېواد ته دې جبران ورکړي.

لوس انجلیس ټایمز ورځپاڼې په ۲۰۱۹م کال کې په یوه راپور کې ويلي و، چې امریکې له ۱۹۴۶م کال څخه تر ۱۹۵۸م کال پورې په مارشل ټاپوګانو کې ۶۷ اټومي ازموینې تر سره کړي، چې له امله يې د وګړیو روغتیا او ځايي چاپېریال سخت زیانمن شوي وو.

د مارشل ټاپوګانو جمهوریت په ۱۹۸۶م کال کې خپلواکي تر لاسه کړه او واشنګټن په هغه وخت کې د نړیوالو فشارونو له امله ژمنه وکړه، چې دغه هېواد ته به ۱.۵ میلیارډه ډالره جبران ورکوي، خو تر اوسه يې یوازې ۴ میلیونه ډالره ورکړي دي.

د واشنګټن دغه کړنه د نړیوالې ټولنې له پراخ مخالفت سره مخ شوې ده. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په ۲۰۲۲م کال کې په خپلې ۵۱مې غونډې کې پرېکړه وکړه او له اړوندو هېوادونو يې وغوښتل، چې د مارشل ټاپوګانو جمهوریت کې د امریکې د اټومي ازموینو د پاتې مسئلو د حل لپاره خپلې دندې پر غاړه واخلي.

د امریکې ډېرو چارواکو په ۲۰۲۲م کال کې د ارام سمندر ټاپوګانو هېوادونو ته سفرونه کړي او ډيپلوماتیک نیت يې څرګند دی، خو که امریکا رښتيا هم له دغو هېوادونو سره د مرستې صمیمت لري، نو باید لومړی له مارشل ټاپوګانو جمهوریت څخه بښنه وغواړي او د ارام سمندر د ټاپوګانو هېوادونو د باور د تر لاسه کولو لپاره باید عملي ګامونه پورته کړي.