د اټکل له مخې، په ۲۰۲۲ کال کې به د چين صادراتي او وارداتي ارزښت نوی ريکارډ جوړ کړي
CMG2023/01/13 12:46:16
شريکول:

د چين د سوداګرۍ وزارت وياندې شو جيو تينګ د جنورۍ په ۱۲مې نېټې ويلي، چې په ۲۰۲۱ کال کې د چين د صادراتو او وارداتو عمومي ارزښتونه په جلا توګه له ۵۰۰۰ ميليارډو او ۶۰۰۰ ميليارډو امریکايي ډالرو څخه اوښتي دي.

 د اټکل له مخې، په ۲۰۲۲کال کې به د چين صادراتي او وارداتي عمومي ارزښتونه نوي ريکارډونه جوړ کړي.

شو جيو تينګ په همدې ورځ يوې خبري ناستې کې ويلي، چې نړيوال اقتصاد اوسمهال له پرځېدو او زياتو ننګونو سره مخ دی او د بهرنيو اړتياوو زياتوالی ورو شوی، چې دا د بهرنۍ سوداګرۍ پر ثابت پرمختګ تر ټولو لوی فشار دی.

نوموړې زياته کړې، چې د نړۍ په ځينو صنايعو کې اړتياوې کمې شوي او اړوندې سپارښتنې يې هم لږې شوې دي.

د چين ډېرو سمه ييزو حکومتونو له يوې مودې راهيسې د بهرنيو سوداګرو د راجلبولو او د سوداګرۍ د پرمخبېولو لپاره يو لړ تدبيرونه نيولي دي.

 د سوداګرۍ وزارت د څار راپور ښيي، چې په ځينو لویو صادراتي ولايتونو کې د بهرنۍ سوداګرۍ سپارښتنې لږ څه ډېرې شوي دي.