د ګابون ولسمشر بونګو د چين له بهرنيو چارو وزير چين ګانګ سره وکتل
CMG2023/01/13 11:07:11
شريکول:

د ګابون ولسمشر بونګو د جنورۍ په ۱۲مې نېټې په ليبرويل کې د چين له بهرنيو چارو وزير چين ګانګ سره وکتل.

چين ګانګ له نوموړي سره په ليدنې کې ويلي، چې چين او ګابون د اساسي ګټو، سترو اندېښنو، د نړيوالو اړيکو د بنسټيزو اصولو او د نړيوال عدالت د ساتلو په برخه کې له يو بل څخه ټينګ ملاتړ کوي.

نوموړي ويلي، چې د دواړو هېوادونو حکومتونه به د خپلو مشرانو موافقې پلې کړي، ستراتيژيک متقابل اعتماد به پياوړی او خپلمنځي همکارۍ به پراخې کړي او د دواړو خواوو تر منځ د هراړخيزو همکاريزو همکاريو د پياوړتيا لپاره به کوښښونه وکړي.

ښاغلي بونګو ويلي، چې د ګابون او چين تر منځ دوستي د ګډ پرمختګ د پياوړتيا او د ګډو ګټو د ساتنې په جريان کې ثابته شوې ده. ګابون د چين له پرمختيايي مفکورو سره همغږی دی او د دواړو هېوادونو خلکو ته د لا زياتو ګټو د رسولو په پار ژورو همکاريو ته سترګې په لار دی. (ژباړه: شکريه)