په چين کې د موټرونو د پلور عمومي شمېر یو ځل بیا د نړۍ لومړی ځای خپل کړی
CMG2023/01/13 12:42:16
شريکول:

د چين د موټرونو د صنعتي ټولنې مرستیال چن شه هوا د جنورۍ په ۱۲مې نېټې د دې ټولنې په میاشتنۍ خبري ناستې کې ويلي، چې په چين کې تېر کال ۲۷ميليونه او ۲۱۰ زره موټرونه تولید او ۲۶ ميليونه او ۸۶۴ زره موټرونه پلورل شوي، چې دغه شمېر د وړم کال د همدې مودې په پرتله په جلا جلا توګه په سلو کې ۳ اعشاريه ۴ او په سلو کې دوه اعشاريه يو زياتوالی ښيي.

نوموړي ويلي، چې په چين کې د موټرونو د پلور عمومي شمېر له تېرو ۱۴ کالونو راهیسې پر له پسې د نړۍ لومړی مقام خپل کړی دی.

چن شه هوا ويلي، چې په دې ورستيو کالونو کې، په چين کې د نوې انرژۍ کاروونکو موټرونو چټک پرمختګ موندلی دی. په ۲۰۲۲ کال کې د چين د نوې انرژۍ کاروونکو موټرونو توليدي او د پلور اندازې په جلا جلا توګه ۷ ميليونه او ۵۸ زرو او ۶ ميليونه او ۸۸۷ زرو ته رسيدلي، چې د وړم کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې ۹۶عشاريه ۹ او ۹۳ اعشاريه ۴ زياتوالی ښيي.