د فلسطين روغتيا وزارت د جنورۍ په ۱۲مې نېټې په يوې اعلاميې کې ويلي، چې اسرائيلي ځواکونو په همدې ورځ د اردن سيند د لوېديځې غاړې په شمال جنين ښار دوه فلسطينيان په ډزو وژلي دي.
عيني شاهدانو ويلي، چې اسرائيلي ځواکونه په همدې ورځ د جنين ښار په جنوب کې د تلاشۍ پر مهال له فلسطينيانو سره لاس او ګرېوان شوي او ډزې يې پرې کړې دي.
د فلسطين د روغتيا وزارت اعلاميه وايي، چې اسرائيلي سرتيرو په دغې نښتې کې دوه فلسطينيان په ډزو وژلي دي.