د چين خارجه وزير خپل برازيلي سيال ته د مبارکۍ پیغام واستاوه
CMG2023/01/14 13:05:14
شريکول:

د چين خارجه وزير چين ګانګ د برازيل د خارجه وزير په توګه د ماورو ويېرا د ټاکل کېدو په پار نوموړي ته د مبارکۍ پيغام واستاوه.

چين ګانګ په دې پيغام کې وويل، چين او برازیل د نړۍ اغېزمن او لوی پرمختيايي هېوادونه او مهم مخ پر ودې اقتصادونه دي او دواړه هېوادونه ډېرې ګډې ګټې او د پرمختګ لپاره ګډ مسئوليتونه لري او چين په خپلو ډيپلوماتيکو چارو کې برازيل ته مخکښ  ځای ورکوي.

 چين ګانګ هيله وښوده، چې له ماورو ويېرا سره ګډې هڅې وکړي، څو د دواړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزارتونو ترمنځ اړيکې او همغږۍ نږدې ، د دواړو خواوو ترمنځ تګ راتګ او همکارۍ پراخې شي او د دواړو هېوادونو ترمنځ هراړخيزې، ستراتېژيکې او همکاريزې اړيکې نوی پرمختګ ومومي.