د امريکا ((د هيل)) ورځپاڼې د جنورۍ په ۱۳مه نېټه خبر ورکړ، چې د دغه هېواد د استازو جرګې د ډيپلوماتيکو چارو کمېټې رئيس ميچيل مک کاول وویل، چې کمېټې يې د بايډن د حکومت په لارښوونه د ۲۰۲۱م کال په اګست کې له افغانستانه د امريکايي پوځ د وتلو په اړه پلټنه په رسمي توګه پيل کړه. هغه د امريکا له بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکن څخه غوښتنه وکړه، چې له افغانستانه د امريکايي پوځ د وتلو په هکله معلومات برابر کړي.
ميچيل مک کاول په يوه اعلاميه کې ويلي، د بايډن حکومت په تېرې اوږدې مودې کې زموږ د پلټنې غوښتنه رد کړې او له افغانستانه د امريکايي پوځ د وتلو په اړه معلومات يې پټ کړي، دا مزخرف او شرموونکی کار دی.
نوموړي وويل، که د بايډن حکومت خپلې دغې کړنې ته ادامه ورکړي، یاده کمېټه به خپل واک پلی کړي او په اړين وخت کې به په اجباري ډول دغې غوښتنې عملې کړي.