چين د کرونا وبا د مخنيوي او کنټرول لپاره تدبيرونه تنظيم کړي چې له کبله به يې د نړيوال اقتصاد بيا سمسورتيا چټکه شي
CMG2023/01/14 14:36:51
شريکول:

د ډسمبر په اوومه نېټه د چين حکومت د کرونا وبا د مخنيوي او کنټرول لپاره نوي لس ماده ییز تدبيرونه نیولي چې له مخې يې چينايان د تګ راتګ لپاره روغتيايي (QR)کيو ار کود ته ضرورت نه لري او په ازاده توګه هر ځای ته تګ راتګ کولای شي. دغه راز د هغو بهرنیانو لپاره هم قرنطین مرحله لغوه شوې چې تازه چین ته سفر کوي.

د کرونا وبا د مخنيوي او کنڼرول لپاره د چين له خوا د تدبيرونو تنظيمولو پر ډېرو برخو مثبته اغيزه کړې ده. په دې اړه په وروستيو کې د چين د ميډيا ګروپ خبريالې په چين کې د افغانستان له پخواني افغان ډيپلومات جمشيد رحيمي سره مرکه کړې. هغه وويل چې د چين حکومت د کرونا وبا د مخنيوي او کنترول لپاره خپل تدبيرونه تنظيم کړي او دا به د نړيوال اقتصاد د بيا سمسورتيا سبب وشي.

په تېرو درېيو کلونو کې د چين حکومت د خلکو د ژوند خونديتوب د تضمين لپاره د کرونا وبا د مخنيوي او کنترول په برخه کې جدي تدبيرونه نيولي دي. حقیقت دا دی چې د کرونا وبا د بېلا بېلو هېوادونو او ټولو انسانانو پر وړاندې يوه لويه ننګونه او بحران بلل کیږي.

د ښاغلي رحيمي په اند مختلف هېوادونه اړ شوي چې له کومې وړاندوینې او مخکې له مخکې تصمیم او پلان پرته له وبا سره مبارزه وکړي.

دی وايي، دا د بېلا بېلو هېوادونو په وړتیا پورې اړه لري او د هغوی د وړتیاوو ازموینه ده چې له یوه نا پېژاندي او نا معلوم دښمن سره څنګه مبارزه کوي؟

ښاغلي رحيمي د کرونا وبا د مخنيوي او وقايې په اړه د چین د پخوانیو جدي تدبيرونو په اړه وویل، د ډېرو هېوادونو حکومتونو نه دي کړای شوي چې د دې وبا د مخنيوي او کنترول لپاره اغيزمن تدبيرونه ونیسي، خو چين له دغې ازموينې څخه بریالی راوتلی او په سختو او معقولو تدبیرونو سره يې د څه باندې ۱،۴ ميليارډو کسانو ژوند تضمین کړی او پر کرونا وبا د اخته کسانو او د دې وبا له امله د مړینې اندازه تر زياتې اندازې پورې کمه شوې ده. اوس چين د سختې او جدي تګلارې دوره تېره کړې او هغه يې لغوه کړې، اوس يې نوې نرمه تګلاره تنظیم کړې ده او دا به د چينايانو د ژوند د عادي کېدو او د سوداګرۍ د بيا سمسورتيا سبب شي.

تېر درې کلونه د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د سوداګرۍ صنعت او تصديو لپاره ډېره توره موده وه.

د کرونا وبا له کبله په بېلا بېلو ساحو کې ډېرې منځنۍ او کوچنۍ تصدۍ او شرکتونه له اقتصادي زيانونو او ستونزو سره مخ شوي او د مصرف کوونکو باور کمزوری شوی دی.

خو  د کرونا وبا د مخنيوي او کنترول تر تنظيمېدو وروسته د چین ګډې سوداګريزې ټولنې يو راپور خپور کړی چې له مخې د نوي کال په جنورۍ کې د پرچون چارو د فعالېدو ګراف په سلو کې پنځوس اعشاريه درې ته رسيدلی چې دغه رقم د تېرې مياشتې په پرتله زيات شوی دی. دا په ډاګه شوې چې د پلورونکو تصديو او مصرف کوونکو باور هم پياوړی شوی دی.

په دې اړه ښاغلي رحيمي داسې ويلي، د چین له خوا د یادو تدبیرونو په تنظیم او عملي کېدو سره د مصرف کوونکو باور هم  پياوړی شوی دی او بېلا بېلې چارې په عادي توګه روانې دي چې د چينايانو عايدات او مصرف به زيات شي. چينايان خپل اقتصاد ته لا خوشبين شوي دي.

که څه هم چين په تېرو دریو کلونو کې له ډول ډول ستونزو سره مخ و، خو چين لاهم په اقتصادي برخه کې خپلې لاسته راوړنې درلودلې او د کرونا وبا پر وړاندې په مبارزې کې به د راغونډو شويو تجربو له کبله له نورو بحرانونو او ننګونو سره د مقابلې توان ولري.

د کرونا وبا د مخنیوي او کنترول په برخه کې د چين نوې او نرمې تګلارې تنظمېدل نه يوازې د خپل ځان بلکې د نړۍ په ګټه دي. ځينو هېوادونو د يادې تګلارې تر بدلېدو وروسته د چيني سيلانيانو د هر کلي لپاره تدبيرونه نيولي دي. ښاغلي رحيمي د نړيوال اقتصاد د بيا سمسورتيا لپاره د چین د خدمتونو د یادونې په ترڅ کې وويل چې چین په نړۍ کې داسې لومړی هېواد دی چې د نورو هېوادونو په پرتله يې ډېر سيلانيان بهرنیو هېوادونو ته سفر کوي او د نړۍ نيمايي سلانيز عایدات له چيني سيلانيانو څخه ترلاسه کيږي.د ځينو هېوادونو لپاره د چيني سيلانيانو لګښت د دوی د عايداتو مهمه سرچينه ده. کله چې چین د کرونا وبا د مخنیوي او کنترول لپاره تګلاره بدله کړې، نه يوازې د دغو هېوادونو بلکې د نړۍ سيلانيزې چارې به بيا سمسورې شي.

دی وايي: زما په اند دا هم د نړيوال پرمختګ لپاره د چين ستر خدمت دی.

د مرکې په پای کې هغه باور وښود چې د يادې تګلارې او تدبيرونو تر بدلېدو وروسته به افغان مصرفکونکي هم په اسانۍ سره چيني توليدات اخيستلی شي او له چين سره به دوه اړخيزه کلتوري او سوداګريز تګ رتګ هم زيات شي.