د چين د بهرنۍ سوداګرۍ ارزښت په لومړي ځل له ۴۰۰۰۰ میلیارډو يوانو واوښت
CMG2023/01/14 13:04:21
شريکول:

د چين د ګمرکاتو ملي ادارې د جنورۍ په ۱۳ مه نېټه شمېرې خپرې کړي، چې له مخې يې په ۲۰۲۲م کال کې د چين د مالونو د صادراتو او وارداتو عمومي ارزښت ۴۲۰۷۰ ميليارډو يوانو ته رسېدلی، چې دغه رقم په لومړي ځل له ۴۰۰۰۰ میلیارډو يوانو واوښت او د ۲۰۲۱م کال د بهرني سوداګريز ارزښت په پرتله ٪ ۷.۷ زیاتوالی ښودل شوی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې په تېر ۲۰۲۲م کال کې نړیوال اقتصاد د کرونا وبا او نورو ننګونو له امله د پرزېدو له خطر سره مخامخ شوی دی.

شنونکي وايي، چې د چين د بازارونو او توليداتو غوره والی د دغه هېواد د بهرنۍ سوداګرۍ په زياتولو کې ډېرې مرستې کړې دي. د بېلګې په توګه د چين د نوې انرژۍ د موټرو توليد په دې وروستيو کلونو کې ډېر پرمختګ کړی دی. د چين د موټرو صنعتي ټولنې د  شمېرو له مخې، د ۲۰۲۲م کال له جنورۍ تر نومبر پورې د دغه هېواد تصديو بهرنيو هېوادونو ته ۵۹۳ زره عرادې د نوې انرژۍ موټرونه صادر کړي، چې د ۲۰۲۱م کال په پرتله يوچند زیات شوي  دي.

د ۲۰۲۲م کال په پای کې د چين مشرتابه د دغه هېواد په مرکزي اقتصادي غونډې کې څرګنده کړې، چې هېواد به يې په نوي کال کې د کورنيو اړتياوو د پراخولو لپاره هڅې چټکې او پر ورخلاصون به ټينګار وکړي.