جاپان به د روان کال د پسرلي په پای او د دوبي په پیل کې د اټومي برېښناکوټ ککړې اوبه سمندر ته ورخوشې کړي
CMG2023/01/14 13:02:50
شريکول:

د جاپان حکومت د جنورۍ په ۱۳ مه نېټه اعلان  وکړ، چې د روان کال د پسرلي په پای او د دوبي په پیل کې به د فوکوشما اټومي برېښناکوټ ککړې اوبه سمندر ته ورخوشې کړي. د جاپان د کب نيولو چارو ټولنې په همدې ورځ يوځل بيا د يوې اعلاميې په خپرولو سره د دغه هېواد د حکومت له يادې کړنې سره مخالفت څرګند کړ. 

له دې وړاندې د کوريا جمهوريت (جنوبي کوريا)، چين، فليپين، د ارام سمندر د ټاپوګانو هېوادونو په ګډون یو شمېر هېوادونو او نړيوالو سازمانونو څوڅو ځلې د جاپان حکومت له يادې کړنې سره مخالفت څرګند کړی او ورڅخه يې غوښتنه کړې، چې په مسئولانه رويې سره دې د فوکوشما اټومي برېښناکوټ د ککړو اوبو د ايستلو یو بل معقول پلان جوړ کړي.