په چين کې د اقتصادي او ټولنيزې انرژۍ خوشي کول د نړيوال اقتصاد بيا سمسورتيا په خوځښت راولي
CMG2023/01/14 14:39:01
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د ډسمبر په ديارلسمه نېټه په يوه نوبتي خبري ناسته کې  وویل، چې د کورنيو اړتياوو په زياتېدو او د کرونا وبا د مخنيوي او کنترول د تدبيرونو په تنظيمېدو سره د چين اقتصادي او ټولنیزې انرژۍ بيا خوشې شوي، چې دا به د نړيوال اقتصاد بيا سمسورتيا په خوځښت  راولي.

د خبر له مخې د پيسو د نړيوال صندوق عمومي مدير پر چين غږ کړی، چې نړيوالو ته اقتصادي دروازه خلاصه کړي، او ويلي يې دي، چې د کرونا وبا د مخنيوي او کنترول په اړه د چین د تدبيرونو تنظيمول د ۲۰۲۳ کال د نړيوال اقتصادي پرمختګ لپاره يو ډېر مهم عامل دی.

وانګ ون بين اړوندې پوښتنې ته په ځواب کې  وویل، چې د چين لوری اړوندو  راپورونو ته پاملرنه کوي.د چين حکومت د علمي ارزونې پر بنسټ په فعاله توګه د کرونا وبا د مخنيوي او کنترول لپاره خپله تګلاره تنظيمه کړې، چې دا په نړيواله ټولنه کې د هر کلي وړ ګرځېدلې  ده.

 هغه زياته کړه، چې د نړيوالو په اند د چین دغه کړنه پر نړيوال اقتصادي پرمختګ باندې د خلکو د باور د لاټينګولو او د نړيوال اقتصادي سمسورتيا او پرمختګ د پرمخبېولو لپاره ګټوره ده. په وروستيو کې څو نړيوالو ارګانونو په جلا جلا توګه د ۲۰۲۳ کال د چين د اقتصادي پرمختګ وړاندوينه لوړه کړې ده. په چين کې د څو بهرنيو هېوادونو سوداګريزې ټولنې هم په دې اند دي، چې د چین له خوا د يادې تګلارې تنظيمول د خلکو د تګ راتګ او د سوداګريزو سفرونو د اعادې او د بازار د خوشبينۍ د بيارغونې لپاره ګټور دي او چین به تر نورو هېوادونو نه مخکې د بهرنيو پانګونو موخه وګرځي. دغه راز چين ته د بهرنيانو د راتګ تګلاره هم لا غوره او ښه شوې، چې دا د سيمه ييز اقتصاد او نړيوالې سوداګرۍ په ګټه ده.

(غاټول)