د ((د هيل)) ورځپاڼې د جنورۍ په ۱۳مه نېټه خبر ورکړی، چې د امريکا د استازو جرګې د عدليې کمېټې په همدې ورځ د دغه هېواد د عدليي وزير ميريک ګارلانډ ته د پيغام په لېږلو سره اعلان وکړ، چې د بايډن د محرمو اسنادو د شخصي ذخيره کولو په اړه پلټنه به پيل کړي او د عدليې له وزارت څخه يې غوښتنه وکړه، چې اړوند اسناد برابر کړي.
د خبر له مخې، د امريکا د استازو جرګې د عدليې کمېټه د دغه هېواد د مرستيال ولسمشر په ماموريت کې د بايډن د محرمو اسنادو د ناسم مدیريت په اړه د عدليې وزارت د تحقيقاتو څارنه کوي. د نوموړي په وينا، بايډن د صلاحيت په نه لرلو سره د واشنګټن ځانګړې سيمې په يوه شخصي دفتر کې او د ديلاوار ايالت په ويلمينګټون ښار کې د خپل کور د موټرو په دريدونکي ځای کې محرم اسناد ساتلي دي.