وانګ ون بين: د چين واکسينونه ډاډمن او اغېزمن دي
CMG2023/01/14 13:02:17
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د جنورۍ په ۱۳ مه نېټه د دغه وزارت په مطبوعاتي غونډه کې وويل، چې د چين واکسينونه ډاډمن او اغېزمن دي.

وانګ ون بين وويل، چين د ۱۳ ډولونو کرونا ضد واکسينونو کارولو ته اجازه ورکړې او دغه واکسينونه د  څلور ډوله تخنيکونو په کارولو سره جوړ شوي او د چينايانو اړتياوې پوره کولی شي.

روغتيا نړيوال سازمان د چين د واکسينونو د تطبيق کچه لوړه بللې او ويلي يې دي، چې د چين واکسينونه د سختو ناروغيو د مخنيوي او د مرګ کچې د ښکته کولو په برخه کې ښه رول لوبوي.

وانګ ون بين زياته کړه، چې په چين کې د کرونا ضد واکسين د تطبيق کچه ٪ ۹۲.۹ ته رسېدلې او له ۶۰ کلنۍ پورته کسانو ته يې د  تزریق کچه له ٪ ۹۰ پورته شوې ده. دغه راز چين ۱۲۰ هېوادونو او نړيوالو سازمانونو ته تر ۲ مليارډو او ۲۰۰ ميليونو دوزو زيات واکسينونه برابر کړي او واقعيتونو ثابته کړې چې د چين واکسينونه  ډاډمن او اغېزمن دي.

نوموړي وويل، چې هېواد به يې له نړيوالو ټولنو سره ګډو همکاريو ته دوام ورکړي او د کرونا د ننګونو د لېرې کولو لپاره به ګډې هڅې وکړي.