د جنورۍ ۱۴مه نېټه د چين له شياو نيان نومي اختر ( کوچني کرنيز کال) سره برابره ده. چين میډيا ګروپ په همدې ورځ د ۲۰۲۳م کال د پسرلني اختر (د چين کرنيز کال) په وياړ د ماښامنۍ هنري نندارې د ورپېژندلو
لپاره لومړۍ کارتوني وېډيو رسماً خپره کړه.
دغه کارتوني وېډيو د چين میډيا ګروپ د پسرلني اختر د ماښامنۍ هنري نندارې د جوړونکې ډلې او د سي سي ټي وي نيوز لخوا په ګډه جوړه شوې ده. له دغې وېډيو څخه په چين کې د پسرلني اختر د نمانځنې د شوق او ذوق احساسات خلکو ته خپرېږي.