د نړۍ د مسلمانانو ټولنو د شورا رئیس ډاکټر علي راشد النعیمي د جنورۍ له اتمې تر يوولسمې نېټې پورې د عربي متحده اماراتو، مصر، سعودي عربستان، اندونيزيا، بحرين، بوسنيا هرزګوينا او سربيا په ګډون د ۱۴ هېوادونو د څه باندې ۳۰ ديني عالمانو او کارپوهانو په مشرۍ د چين شينجيانګ سيمې ته سفر وکړ او د دې سفر پر مهال يې د دغې سيمې د مرکز اورومچي ښار او کشغر او ئالتای سيمو له جوماتونو او مدرسو څخه لیدنه وکړه او د کليوالو سيمو د سمسورتيا او د بېوزلۍ د له منځه وړلو په اړه په ناستو کې يې ګډون وکړ.
د شینجيانګ د ځايي حکومت وياند شوی ګوی شيانګ د جنورۍ په ۱۳ مه نېټه په بېجينګ کې په يوه مطبوعاتي غونډه کې شينجيانګ ته د ياد پلاوي د سفر په اړه معلومات ورکړل. د نوموړي په وينا، د ياد پلاوي غړو د ترهګرۍ ضد مبارزې په برخه کې د شينجيانګ لاسته راوړنې د ليدو وړ وبللې او د ديني عقيدې د ازادۍ د ساتلو په برخه کې يې د دې سيمې تګلارې تائيد کړې.
همدارنګه ښاغلي شيو زیاته کړه، د دغه پلاوي غړو هيله وښوده، چې د يو کمربند او يوې لارې په اډانه کې به په اقتصادي، علمي او کلتوري برخو کې د شينجيانګ او اسلامي هېوادونو ترمنځ همکارۍ پراخې او پياوړې شي.