نوی مالوماتي تخنيک او ځيرکې توليدي چارې د چين د اقتصاد د سالم او چټک پرمختګ نوی اېجن ګرځېدلی دی
CMG2023/01/15 11:04:22
شريکول:

يوې چيني تصدۍ له  کاربن فايبر څخه د پنځمې دورې الوتونکي موټر توليد کړي دي

د جه جيانګ ولايت په له چينګ ښار کې د ميکرو اېنجن فابريکې کارکوونکي د ايليکترونيکي توليداتو د توليدولو په حال کې دي

نوی مالوماتي تخنيک په ټولې نړۍ کې د ساينس او تخنيک د نوښت لاره روښانه کړې او د بېلا بېلو هېوادونو د اقتصاد د پياوړتيا نوی اېنجن ګرځېدلی دی. چيني تصديو په تېرو لسو کالونو کې د مالوماتي تخنيک په برخه کې د نوښت د پياوړتيا لپاره زياتې پانګونې کړي، چې پر مټ يې د ايليکترونيکي يا برېښنايي توليداتو په نړيوال بازار کې ګڼ مشهور چيني توليدات او مارکونه تر سترګو کيږي.

شمېرې ښيي، په تېرې یوې لسیزې کې، د چين د ايليکترونيکي او مالوماتي توليداتو ګټې يو چند زياتې شوي او ارزښت يې په ۲۰۱۲م کال کې ۷ زره ميليارډه يوانه او په ۲۰۲۱م کال بیا تر ۱۴ زره او سل ميليارډو يوانو لوړ شوی دی، چې د هر کال د زياتوالي منځنی انډول يې په سلو کې يوولس اعشاريه شپږ ښودل شوی دی. دغه ارزښت په تېرو مسلسلو نهو کالونو کې د چين د صنعتي چارو په عمومي ارزښت کې لومړی ځای نيولی دی او په دې جملې کې د موبايلفون او کمپيوټر په شمول د چين د ايليکترونيکي توليداتو د پلور او پېر اندازې او پيمانې په نړۍ کې لومړی مقام خپل کړی او خلکو ته يې په اړوندو چارو کې کابو ۴ ميليونه کاري فرصتونه برابر کړي دي.

په تېرو لسو کلونو کې د چين سافټوېر او مالوماتي تخنيک ته د خدمتي چارو ګټې له ۲ زره او ۵ سوه ميليارډو يوانو څخه ۹ زره او ۵ سوه ميليارډو يوانو ته لوړې شوي، چې دا په همدې مودې کې دوه اعشاريه اته چنده زياتوالی ښيي او د ۲۰۲۲م کال له جنورۍ څخه تر جولای پورې، د چين د دغو چارو ګټې ۵ زره او ۴ سوه ميليارډو يوانو ته رسېدلي، چې دغه شمېر د ۲۰۲۱م کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې لس اعشاريه درې زياتوالی ښيي.

له دغو شمېرو څخه څرګندېږي، چې د چين نوی مالوماتي تخنيک په تېر لس کلن مزل کې د پرمختګ نوې پوړۍ ته پورته شوی او کیفيت او ګټې يې هم پياوړې شوې دي. د نوي مالوماتي تخنيک چارې د چين د اقتصاد د زياتوالي نوی اېنجن ګرځېدلی او د دغه هېواد د اقتصاد او ټولنې د پرمختګ لپاره يې ښه زمينه برابره کړې ده.

دغه راز، په نړۍ کې د تېرو څو کالونو په بهیر کې د ساينس او تخنيک او د توليدي چارو د اصلاحاتو نوې څپې پورته شوي، چې په دې جملې کې د نوې انرژۍ موټرونو توليدي چارې هم د چټک پرمختګ په حال کې دي او په ټولې نړۍ کې د موټرونو د توليدي چارو د پرمختګ نوی لوری يې روښانه کړی، چې دا به نه يوازې د بېلا بېلو هېوادونو د اقتصاد خوځنده ځواک وګرځي، بلکې د اقليمي بدلون د مخنيوي او د نړيوال چاپېريال د ښه والي لپاره به هم ګټورې وي.

چين په ۲۰۲۲م کال کې د نوې انرژۍ موټرونو د صادراتو په برخه کې د ليدو وړ برياليتوب تر لاسه کړی او پر مټ يې په نړۍ کې د موټرونو دوهم لوی صادراتي هېواد ګرځېدلی دی.

اوسنۍ شمېرې ښيي، چې په اروپا کې د نوې انرژۍ په هر لسو موټرونو کې يو يې په چين کې توليد شوی دی. د ۲۰۲۲م کال په يوولسو مياشتو کې له چين څخه د نوې انرژۍ موټرونو د صادراتو اندازه ۵۹۰ زرو عرادو ته رسېدلې، چې دغه شمېر د ۲۰۲۱م کال د همدې مودې په پرتله يو چند زياتوالی ښيي او د دې ترڅنګ، د همدې کال په يوولسو مياشتو کې له چين څخه د موټرونو د صادراتو عمومي شمېر ۲ ميليونه او ۷۸۰ زرو ته او ارزښت يې ۳۶۳ ميليارډو او ۷۶۰ ميليونو يوانو ته رسېدلی دی، چې دغه رقم د ۲۰۲۱م کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې اتيا زياتوالی ښيي. د چين د موټرونو عمومي صادراتي حالات د چټک زياتېدو په حال کې دي.

د چين د موټرونو صنعتي ټولنې تازه راپور ښيي، چې دغه هېواد به په ۲۰۲۳م کال کې په مداومه توګه چيني مشتريانو ته د نوې انرژۍ موټرونو د اخيستلو ماليات لغوه کړي او دا چاره به په دغه هېواد کې د اړوندو تصديو او شرکتونو باور نور هم ټينګ کړي او د اړوندو چارو پرمختګ به يې وهڅوي.

 د اټکل له مخې، په ۲۰۲۳م کال کې به په چين کې د نوې انرژۍ موټرونو د خرڅلاو اندازه ۹ ميليونو ته ورسېږي، چې دغه شمېر به په نړۍ کې مخکښ مقام ونيسي.

بريښايي کېدل، ځيرک کېدل او نړيوال کېدل په راتلونکي کې د موټرونو د بازاري پرمختګ لوری بلل کېږي. چين د نوې انرژۍ موټرونو د پرمختګ پر مټ د ستراتيژيو د طرحه کولو، د علمي او تخنيکي څيړنو د پياوړتيا او د امتيازونو د ورکولو له لارې په زرغونتيا او د ټيټ کاربن په ايستلو د موټرونو توليدي چارې پياوړې کوي. د نوې انرژۍ موټرونو توليد د چين د ځيرکو توليدي چارو يوه نمونه ګرځېدلې ده.