شي جين پينګ او نګوين فو ترونګ يو بل ته د پسرلني اختر په مناسبت د مبارکۍ پیغامونه واستاول
CMG2023/01/15 13:52:37
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي او د دولت رئيس شي جين پينګ او د ويتنام د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي نګوين فو ترونګ د پسرلني اختر د رارسېدو په درشل کې يو بل ته د دغه اختر په مناسبت د مبارکۍ پيغامونه واستاول.

شي جين پينګ په خپل پيغام کې وويل، ۲۰۲۲م کال د چين او ويتنام د کمونېست ګوندونو او د دواړو هېوادونو د پرمختګ لپاره ډېر اهميت لري او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو لپاره هم ډېر ارزښت لري.

نوموړي هيله وښوده چې له ښاغلي نګوين فو ترونګ سره نږدې اړيکې وساتي او د چين او ويتنام د اړيکو د دوامدار، سالم او ثابت پرمختګ لپاره ګډې هڅې وکړي.

نګوين فو ترونګ وويل، هغه غواړي له شي جين پينګ سره خپلمنځي ګډې موافقې پلې کړي، د سوسياليستي تيوریو او عملي تجربو په اړه د نظريو تبادلې وکړي او د دواړو ګوندونو ترمنځ ، همداراز د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د نوي پرمختګ لور پيدا کړي او ستراتېژيکي پلانونه جوړ کړي.