اروپا لومړی فضايي ډګر جوړ کړ
CMG2023/01/15 13:50:02
شريکول:

د اروپا لومړی سپېسپورټ يا فضايي ډګر جوړ شوی او د پرانيستنې مراسم يې د جنورۍ په ۱۳ مه نېټه په ارکټيک حلقې کې د سويډن په ايسرانج (Esrange) فضايي مرکز کې ترسره شول.

د سويډن د فضا څېړنيز مرکز وايي، نوی جوړ شوی فضايي ډګر به اروپا ته د سپوږمکيو او راکټونو د توغولو لپاره يو ځانګړی ځای برابر کړي او توان به يې تقويه کړي. دغه فضايي ډګر به د ۲۰۲۳م کال په پای کې د سپوږمکيو د توغولو لومړۍ دنده پيل کړي او په دې نوي پيل شوي کال کې به د راکټونو د تخنيکونو د ازمويلو لپاره وکارول شي.