د چين استازی: نړيواله ټولنه دې د روسيې او اوکراين ترمنځ د خبرو اترو لپاره زمينه برابره کړي
CMG2023/01/15 11:54:06
شريکول:

په ملګرو ملتونو کې د چين دايمي استازي جانګ جون د جنورۍ په ۱۳ مه نېټه د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په غونډه کې ګډون او وينا وکړه. نوموړي وويل، نړيواله ټولنه دې د روسيې او اوکراين ترمنځ د خبرو اترو لپاره زمينه برابره کړي او په نوي پيل شوي کال کې دې د سولې د راوستلو لپاره هڅه وکړي.

جانګ جون وويل، نړيواله ټولنه په تېره بيا د اوسنيو حالاتو لپاره مهم اغېز لرونکي هېوادونه دې روسيه او اوکراين خبرو اترو ته وهڅوي او د بحران د سياسي حل لارې په پيدا کولو کې دې مرستې وکړي. 

جانګ جون زياته کړه، بنديزونه او د وسلو لېږل د ستونزو د سختېدو سبب کېږي او نړيواله ټولنه دې ژر ترژره له اوکراين سره د انرژۍ د ويجاړ شوو تاسيساتو په ترميم کې مرستې وکړي، څو ځايي اوسېدونکي روان ژمی ګرم تېر کړي او د بشري بحران د سختېدو مخه ونيول شي.

جانګ جون وويل، چين د عدالت پر تامينېدو ټينګار کوي او د خبرو له لارې د بحران د حل لپاره رغنده رول لوبوي.