امريکا باید له نړۍ سره د کرونا وبا مالومات شريک کړي
CMG2023/01/15 14:28:43
شريکول:

اوسمهال په امریکا کې د کوويد-۱۹ ويروس XBB.1.5 بڼه په ډېرې چټکۍ د خپرېدو په حال کې ده او پر کرونا په ټولو اخته شوو امريکايانو کې ٪ ۴۳ کسان پر همدې بڼې اخته شوي دي. د انفلونزا د مالوماتو د نړيوالې شبکې جيسېډ (GISAID) شمېرنه ښيي، چې په تېرو درېيو کلونو کې د کوويد-۱۹ ويروس ټولې بدلې شوې بڼې په امريکا کې خپرې شوې دي.

د کرونا ضد مبارزه نړيوالې همکارۍ ته اړتيا لري. هر هېواد دا مسئولیت لري، چې په خپل هېواد کې د کوويد-۱۹ د بدلې شوې بڼې له پيدا کولو وروسته ژرترژره اړوند مالومات له روغتيا نړيويوال سازمان او نړيوالې ټولنې سره شريک کړي، څو نړۍ د دې وبا د نوې خپرېدونکې څپې وقايې لپاره چمتووالی ونيسي.

د جيسېډ شبکې د معلوماتو له مخې، د XBB.1.5 لومړۍ ثبت شوې پېښې ښايي د تېر کال د اکتوبر په دوهمې لسيزې کې په نيويارک او کونیکټیکټ ایالتونو کې د کرونا له رامنځته شوې څپې سرچينه اخيستې وي او اوس دغه بڼه د نړۍ ۷۴ هېوادونو او سيمو ته خپره شوې ده. سي اېن اېن د کارپوهانو له قوله خبر ورکړ، چې دغه بڼه ښايي لومړی په امريکا کې رامنځته شوې وي. د روغتيا نړيوال سازمان چارواکو د دې بڼې د چټک خپرېدو له امله خلکو ته وړانديز کړی، چې په الوتکو کې يا د ګڼې او حساسو ځايونو کې ماسک وتړي.

XBB.1.5 بڼه لومړی چېرې رامنځته شوې؟ دا بڼه څنګه خپرېږي او ايا امريکا يې د مخنيوي لپاره اقدامات غوره کړي؟

نړۍ د دغو پوښتنو ځوابونه غواړي او امريکا دې سمدستي اړونده پلټنه پيل کړي او اړوند مالومات يې دې ژرترژره له نړيوالې ټولنې سره شريک کړي او د وبا د وقايې طریقو په پيدا کولو کې مرسته وکړي.

د امريکا د ناروغيو د کنترول مرکز د ۲۰۲۲م کال په وروستۍ اوونۍ کې شمېره خپره کړې چې پرXBB.1.5 د اخته کسانو شمېر پر کرونا د اخته کسانو په عمومي شمېر کې ٪۴۰.۵ نيولې ده. د نړۍ ډېرو خبري رسنيو هم دغه شمېره خپره کړې ده. خو رويټرز د جنورۍ په ۶ مه نېټه خبر ورکړ، چې د امريکا د ناروغيو کنترول مرکز دغه شمېره تعديل او ٪ ۱۸.۳ ته يې راښکته کړې، خو د تعديل د لامل په اړه يې څه نه دي ویلي.