په بريتانيا کې د روسيې سفارت: اوکراين ته د بريتانيې له خوا د ټانکونو ورکړه به شخړه لا شديده کړي
CMG2023/01/15 11:55:54
شريکول:

په بريتانيا کې د روسيې سفارت د جنورۍ په ۱۴ مه نېټه خبرداری وکړ، چې اوکراين ته د بريتانيې له خوا د ټانکونو ورکړه به يوازې شخړه شديده کړي. د روسیې د بهرنيو چارو وزارت په همدې ورځ د بريتانيې يادې پرېکړې ته په غبرګون کې د دغه هېواد یو شمېر چارواکي د بنديزونو په نوملړ کې شامل کړي دي.

د بريتانيې لومړي وزير سوناک د جنورۍ په ۱۴ مه نېټه اعلان کړی، چې هېواد به يې اوکراين ته ((چلنجرـ۲)) جنګي ټانکونه ورکړي.

په بريتانيا کې د روسيې سفارت ويلي، د بريتانيې دغه پرېکړه به نه يوازې شخړه شديده کړي او زياتو کسانو ته مرګ ژوبله واړوي، بلکې دا به هم ثابته کړي چې بريتانيا اوس د روسيې او اوکراين ترمنځ په شخړه کې ښکيل ده.