د امریکا د نیویارک ایالت د عالي محکمې د څارنوال له خوا د دغه هېواد د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په مشرۍ ډله په مالياتو کې د فریب کولو له امله د جنورۍ په ۱۳مه نېټه ۱ ميليون او ۶۰۰ زره ډالرو جریمې سزا واوروله.
د دغه څارنوال جوان مانويل ميلچن د جنورۍ په ۱۳مه نېټه اعلان کړی، چې د سزا دغه اندازه په نيويارک ايالت کې د قانون په اجازه کې تر ټولو لوړه ده. هغه له ټرمپ ډلې څخه غوښتنه کړې چې په ۱۴ورځو کې د جریمې پيسي ورکړي.
د نیویارک ایالت عالي محکمې ویلي چې د تېر کال په ډسمبر کې د ټرمپ ډلې دوو شرکتونو په مالیاتو کې فریب، دوکې او جعلي سوداګرۍ په شمول ۱۷ جرمونه کړي دي.
خو د ټرمپ ډلې د يوې اعلاميې په خپرولو سره دغه تورونه رد کړي او د مرافعې غوښتنه يې کړې ده.