په نیپال کې د الوتکې د لوېدو له امله ۶۸ کسان وژل شوي
CMG2023/01/16 11:15:57
شريکول:

د نيپال حکومتي چارواکو د جنورۍ په ۱۵مه نېټې د يوې مسافر وړونکې الوتکې د غورځېدو خبر ورکړی دی.

خبر وايي، چې په يادې پېښې کې د شپږو ماشومانو په ګډون ۶٨ کسان وژل شوي دي او د لټون او ژغورنې چارې يې لا هم روانې دي.

د نیپال یتي هوايي شرکت (Yeti Airlines) یوه مسافر وړونکې الوتکه، چې ۷۲ تنه پکې سپاره وو، په همدې ورځ د دغه هېواد په مرکزي پوخارا سيمې کې لوېدلې ده.

د نیپال د ملکي هوايي چلند ادارې ویاند جګنات نیرولا خبري رسنيو ته ویلي، چې ژغورونکې ډلې د پېښې په ځای کې تر اوسه ۶۸ جسدونه موندلي دي.

د يادې ادارې په خبرپاڼه کې راغلي، چې په نسکورې شوې الوتکې کې ۱۵ بهرنیان هم وو، چې ۵ هندي، ۴ روسي، ۲ کوريايي او ۴ د استرالیا، ایرلنډ، ارجنټاین او فرانسې اتباع ياد شوي دي.

(ژباړه: شکريه)