ځيني هېوادونه پر نورو د دروازو پرانېستلو غږونه کوي، خو خپلې دروازې يې بیا بندې ساتلي
CMG2023/01/16 16:53:37
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت د وزير مرستيال شي فنګ د جنورۍ په ۱۶مې نېټې د ۲۰۲۳م کال د عمومي وضعيت په کلني فورم يا د چين د فکري ارګانونو د نړيوالو اغېزو په څلورم فورم کې ويلي، که مونږ غواړو، چې د انسانانو د ګډ برخليک ټولنه جوړه کړو، نو بايد د ګډ ورخلاصون لپاره هڅې وکړو او د همکاريو د پياوړتيا او د ګډو بریاليتوبونو د تر لاسه کولو لپاره باید زمینې برابرې کړو.

نوموړي ویلي، چې مونږ له ورخلاصون څخه ګډ برياليتوبونه تر لاسه کولی شو او پرانيستی چين او نړۍ ټول ترې ګټې اخيستلی شي.

شي فنګ ياد فورم ته ويلي، چې له ۲۰۱۳ کال څخه تر ۲۰۲۱ کال پورې، د نړيوال اقتصادي پرمختګ لپاره د چين خدمتي انډول په منځنۍ توګه په سلو کې ۳۸ اعشاريه ۶ ته رسيدلی، چې دغه رقم د اوو هېوادونو ګروپ د خدمتي انډولونو له مجموعې څخه پورته دی.

هغه زياته کړې، چې مونږ باید يو د بل پر وړاندې دروازې پرانېستې پرېږدو او داسې نه شي کېدلی، چې ځيني هېوادونه له يوې خوا پر نورو هېوادونو د دروازو پرانېستلو غږونه کوي او له بلې خوا يې خپلې دروازې بندې کړې وي، چې د دوی دغسې کړنې نه يوازې خپلو ځانونو، بلکې نورو هېوادونو ته هم زيانونه رسوي. ټول هېوادونه باید سالمې او ښې سیالۍ وکړي او چا ته باید زيانونه ونه رسوي.