د جنورۍ ۱۶مه نېټه، د اسيا د بنسټيزو تاسيساتو پانګونې بانک د تاسيس له اوومې کليزې سره برابره ده.
دغه بانک د چين په وړانديز جوړ شوی بانک دی.
د اسيا د بنسټيزو تاسيساتو پانګونې بانک د ۷ کالونو په درشل کې د نړۍ په ۳۳ هېوادونو کې پروژې روانې کړي، د بنسټيزو تاسيساتو د ابادۍ ملاتړ يې کړی او د ځايي خلکو په ژوند کې يې ښه والی راوستلی دی.
د اسيا د بنسټيزو تاسيساتو پانګونې بانک له ۲۰۱۶م کال څخه تر ۲۰۲۲م کال پورې د بنسټيزو تاسيساتو د ابادۍ، د ځايي اقتصاد او ټولنې د پرمختګ او د خلکو د ژوند د ښه والي په برخو کې عموماً ۲۰۲ پروژې منظورې کړي، چې د پانګونو عمومي اندازه يې له ۳۸ميليارډو او ۸ ميليونو ډالرو څخه پورته ده.