بېجينګ: چین او امريکا بايد په سوله کې ګډ ژوند وکړي
CMG2023/01/16 16:33:59
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت مرستيال شي فنګ د جنورۍ په ۱۶مې نېټې د ۲۰۲۳م کال د عمومي وضعيت په کلني فورم يا د چين د فکري ارګانونو د نړيوالو اغېزو په څلورم فورم کې د چين او امريکا د اړيکو په هکله نظرونه څرګند کړي دي.

نوموړي ويلي، چې بېلا بېل هېوادونه دې په روانې پېچلې او بدلېدونکې زمانې کې د ستونزو او ننګونو پر وړاندې ګډه مبارزه وکړي او له منځه دې يې يوسي.

شي فنګ ويلي، چې چين او امريکا په نړۍ کې د دوو لويو اقتصادونو او د ملګرو ملتونو د دايمي غړو هېوادونو په توګه د نړيوالې سولې او ثبات د ساتلو او د نړيوال پرمختګ او سمسورتيا د پرمخبيولو په برخه کې ګډې ګټې لري او باید مهمې دندې پر غاړه واخلي.

نوموړي ويلي، د چين او امريکا ترمنځ اړيکې نه يوازې د دوو هېوادونو، بلکې د نړۍ له برخليک سره تړاو لري. که چين او امريکا يو له بل سره همکارۍ وکړي، نو ګډې ګټې به ترلاسه کړي او که دواړه هېوادونه یو له بل سره مقاومت وکړي، نو نه يوازې ځانونو، بلکې نړۍ ته به هم زيانونه ورسوي.

نوموړي زياته کړې، چې چين او امريکا مسؤليت لري، چې د خلکو لپاره سالم او ثابت پرمختګ پر مخ یوسي.