په امریکا کې د ډزو پېښو او کرونا وبا له امله ملیونونه کسان ووژل شول
CMG2023/01/16 09:49:37
شريکول:

د امریکې طبي مجلې څو ورځې مخکې د یوې تازه څېړنې تازه نتیجه خپره کړه، چې له مخې يې له ۱۹۹۰م کال څخه تر ۲۰۲۱م کال پورې په امریکا کې د ډزو له امله ۱.۱۱ میلیونه کسان ووژل شول.

د امریکې د ډزو تاوتریخوالي ارشیف تازه شمېره خپره کړه، چې له مخې يې د تېر کال د نومبر تر ۲۶مې نېټې پورې په دغه هېواد کې ۴۰ زره ۵۷ تنه وژل  شوي. دا د مسلسلو درېیو کلونو لپاره په دغه هېواد کې د ډزو د پېښو له املهد  مړه شويو شمېر له ۴۰ زرو څخه زیات ښیي.

د وسلې تاوتریخوالي امریکایانو ته ډېرې انديښنې اړولې دي. په ښوونځیو کې هم د ډزو ډېرې پېښې رامنځته شوي دي. د میشیګن پوهنتون د یوې سروي نتیجه ښيي، چې په متحده ایالاتو کې ۷۵ سلنه ځوانان د ډزو تاوتریخوالی د دوی په ژوند کې فشار بولي. زده کوونکي د زده کړو تر څنګ  هر وخت د ډزو د پېښې سره  مقابلې  تهچمتو دي.

د افسوس وړ ده، چې د ټوپکو کنټرول په اړه د امریکايي خلکو غوښتنه تل پرېښوول شوې شوې. امریکا کې د ټوپکو او وسلو تولید او پيروي لویې معاملې دي او د بازار پیمانه يې په ۲۰۲۱م کال کې ۷ ملیارډه ۵ سوه ملیونو ډالرو ته رسېدلې. د امریکې د ټوپکو ټولنه یو ستر اقتصادي اغېز لرونکی سازمان دی، هغه هر کال سیاسي ډلې ته ډېرې پیسې برابروي او ټوپکو ته د قانوني لاسرسي په اړه يې هم زیات خدمتونه کړي دي. د امریکې د اساسي قانون په دوهمه تعدیل نامه کې د وسلې لرلو حق مقررات نه شي بدلېدای.

په روانه میاشت ډسمبر کې د واشنګټن، شیکاګو او اتلنتا په شمول ځینو سیمو کې د ډزو پېښې رامنځته شوي او څو تنو ته يې مرګژوبلې اړولې دي.

د امریکې د کلفورنیا ایالت عمومي څارنوال لوبو بانګته ویلي، د ډزو تاوتریخوالی په نړۍ کې د امریکې ځانګړې  او یوازینۍ   ناروغيده.

د وسلو پر تاوتریخوالي سربیره، د کرونا وبا چې په ۲۰۲۰م کال کې رامنځته شوې، امریکایانو ته  یېسخت زیانونه رسولي دي.

د امریکې د جان هاپکینس پوهنتون د شمېرنې له مخې، د ختیځې امریکې په وخت د تېر کال د ډسمبر د ۲۰مې نېټې د مازدیګر تر ۴ بجو ۲۱ دقیقو پورې، په دغه هېواد کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر سل ملیونو او ۱۸۶۵ ته رسېدلی او د دغې وبا له امله  یېد مړینې عمومي شمېر ۱ میلیون، ۸۸ زرو، ۲۱۳ ته رسېدلی دی.

دا د امریکایانو لپاره بله لویه تراژیدي ده،چې په نړۍ کې تر ټولو پیاوړی اقتصادي توان او طبي وړتیا لري خو پر کرونا وبا د اخته کسانو او د مړینې شمېر يې په نړۍ کې لومړی ځای نیسي.

د بریتانیا د لنسټ مجلې د لیکنې په خپرولو سره پر متحده ایالاتو نیوکې کړې، چې د کرونا وبا د وقايې او کنټرول په برخو کې يې هېڅ اغېزناک تدبیرونه نه دي نیولي او ناسم مالومات يې خپاره کړي دي او حتی اړوندو کارونو ته يې سیاسي رنګ ورکړی دی، له دې امله د امریکا خلک پر حکومت باور نه لري.

د تېر کال په سپتمبر کې امریکا کې هره ورځ د کرونا وبا له امله په منځنۍ توګه ۴۰۰ تنه ووژل شول، د امریکې ولسمشر جوبایډن په ناڅاپه توګه په دې هېواد کې د کرونا وبا د ختمېدو اعلان وکړ، خو هغه پخپله همدا اوس د کرونا وبا ضد واکسین کړی دی. بیا وروسته د ژمي په درشل کې امریکا کې پر کرونا وبا د اخته کسانو او د مړینې شمېر ډېر زیات شوی دی.

د امریکې حکومت د کرونا وبا ضد د مبارزې او د ډزو پېښې د کنټرول په برخو کې اغېزناک تدبیرونه نه دي نیولي او د دغه هېواد وګړیو ته يې ډېر زیانونه رسولي دي.