د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ۱۳م ملي کمېسيون د دايمي کمېټې ۲۵مه غونډه پرانسيتل شوه
CMG2023/01/16 11:30:04
شريکول:

د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ۱۳م ملي کمېسيون د دايمي کمېټې ۲۵مه غونډه د جنورۍ د ۱۵مې نېټې په سهار په پلازمېنې بېجينګ کې پرانيستل شوه او د ياد کمېسيون رئيس وانګ يانګ هم پکې ګډون کړی و.

په دغې غونډې کې به د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ۱۴م ملي کمېسيون د لومړۍ غونډې جوړولو پرېکړه، د ګډون کوونکو لېست، د ۱۳م ملي کمېسيون د دايمي کمېټې د کاري راپور، د اړوندو وړانديزونو د راټولو راپور، د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د منشور تعديل نامه او د ۱۴م ملي کمېسيون د لومړۍ غونډې اجنډا تصويب شي.

په يادې غونډې کې د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ۱۳م ملي کمېسيون د مختلفو ځانګړو کمېټو کاري راپورونه هم وړاندې شوي دي.