کارپوهان: د امريکا اقتصاد ښايي په روان کال کې شاتګ وکړي
CMG2023/01/16 14:44:47
شريکول:

والسټريټ ژورنال د جنورۍ په ۱۵مې نېټې وروستۍ موسمي پلټنه خپره کړې ده.

د اقتصادي چارو کارپوهان په دې اند دي، په داسې حال کې چې د امريکا د فدرالي زېرمې کميسيون د سود کچه زياته کړي، د دغه هېواد اقتصاد ښايي د روان کال په درشل کې ورو ورو شاتګ وکړي.

د اقتصادي چارو ۷۱ کارپوهانو د جنورۍ له ۶مې نېټې څخه تر ۱۰مې نېټې پورې يوه پلټنه تر سره کړې او دې پایلې ته رسیدلي، چې په روان کال کې د امريکا اقتصاد د شاتګ شونتيا ۶۱سلنې ښکاري.

د يادو کارپوهانو درې پر څلورمه برخه يې پر دې اند دي، چې د امريکې د فدرالي زېرمې کميسيون هڅې کوي، چې د اقتصادي پرمختګ د وروالي له لارې انفلانسيون يا د پيسو پړسوب کم کړي، خو په دغه هېواد کې به د اقتصاد نرمه کمزورتيا رامنځته نه شي او برعکس د پيسو پړسوب او اړوندې تګلارې به د امريکا د اقتصادي پرمختګ پر وړاندې تر ټولو لوی خطرونه را ولاړ کړي.