روسيه: ځواکونو يې د اوکراين د پوځي قوماندانۍ پر کنټرولوونکي سيسټم توغنديز بريدونه کړي
CMG2023/01/16 11:00:57
شريکول:

د روسيې د دفاع وزارت وياند ايګور کوناشنکوف د جنورۍ په ۱۵مې نېټې ويلي، چې ځواکونو يې د روانې مياشتې په ۱۴مې نېټې د اوکراين د پوځي قوماندانۍ پر کنټرولوونکي سيسټم او د انرژې پر تاسيساتو توغنديز بريدونه کړي او ټول هدفونه يې په نښه کړي دي.

د اوکراين د ولسمشرۍ دفتر مرستيال مشر کيريل تيموشنکو د روانې مياشتې په ۱۵مې نېټې پر تولنيزو رسنيو ويلي، چې د اوکراين په ګڼو ځايونو کې د روسيې د تېرې ورځې په بريدونو کې شاوخوا سلو ملکي وګړو ته مرګژوبله اوښتې ده.

نوموړي ويلي، د روسيې د تېرې ورځې په بريدونو کې ۲۶ ملکي وګړي وژل شوي او ۸۱ نور تنه ټپيان شوي دي.

کيريل تيموشنکو زياته کړې، چې د روسيې يو توغندی د اوکراين د دنيپور ښار کې پر يوې استوګنيزې ودانۍ لګیدلی، چې له امله يې ۲۱ تنه وژل شوي او ۷۴ نور ټپيان شوي دي.